کور پاڼه / راپورونه / ولسمشر غني خوست کې د قومي شوراګانو له استازو سره وکتل

ولسمشر غني خوست کې د قومي شوراګانو له استازو سره وکتل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماسخوتن د خوست ولایت له یو شمېر مشرانو او د قومي شوراګانو له استازو سره وکتل.

له ارګ نه په خپره شوې خبر پانه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې قومي مشرانو  له جمهور رئیس نه له دې امله مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې د افغانستان نوی انځور نړۍ ته وړاندې کړ.

جمهور رئیس د سولې په برخه کې د ولسونو رول مهم وباله او له همدې امله یې له هغوی څخه وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او همدارنګه د لوی پکتیا مشران دې د لوی کندهار او د هېواد د نورو سیمو له مشرانو او ولسونو سره په ګډه هلې ځلې وکړي.

محمد اشرف غني د کلیو پراختیا وزیر ته لارښوونه وکړه چې د ولسي تړون پروګرام کې د کوچیانو د ستونزو حل ته د پاملرنې ترڅنګ د سرحدي ولسوالیو پروګرام کې د یادو سیمو خلکو ته د اساسي ستونزو حل ته پام وکړي.

ښاغلي غني وویل، د کوچیانو د سراسري شورا په جوړېدو سره به د اساسي قانون مطابق د کوچیانو د مېشتېدنې او نورې اړوندې ستونزې په اساسي توګه حل شي. هغه په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې که افغانان یاست، نو باید د نورو لپاره خپل وطن خراب او برباد نه کړئ.

Loading...

بیا وګوره

Loan Apps Personal

Over 600,000 individuals have actually experienced the benefit of personal financings with Avant. Fast Decisions …

Cbd For Pain Relief

Access to this webpage has actually been actually refused considering that our team believe you …