په زابل کي ترافیکي پيښي درې کسه وژلي او څلورټپي کړي.
د سراچه او مازدا موټرونو ترمنځ دغه ترافيکي پيښه نن سهارشا او خوا ۷ بجې د زابل د ښار صفا ولسوالۍ اړوند د جلدک په سيمه کي سوې.
د زابل د ښار صفا ولسوال عبدالصمد دراني رسنیو ته وویل، چي په دغه ترافیکي پېښه کي درې تنه وژل سوي او څلور نور ټپيان دي، چي په ټپيانو کي د يوه روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دراني وویل تر اوسه معلومه نه ده، چي ترافيکي پېښه د څه له امله سوې.
دا په روانه اوونۍ کي په زابل کي دوهمه ترافيکي پېښه ده، چي د دې لويې لاري مسافرينو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي.
