سمنګان :څلور کسان په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوي دي.
د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي رسنیو ته وویل چې د کابل – مزار په لویه لار د سمنګان په څلور لاري کې یوه واړه موټر له باروړونکي موټر سره ټکر وکړ او دا څلور کسان پکې ووژل شول.
هغه وویل د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي وه او وژل شوي د واړه کرولا موټر سورلۍ وه.
د نوي کال د جشن د لمانځلو لپاره زرګونه افغانان مزارشریف ښار ته ځي چې له امله یې د کابل – مزار په لویه لار له حده زیات ګڼه ګوڼه وي.